بېلجيئم ځوان په سائيكل د حج فريضه ادا كولو لپاره سعودي عرب ته راورسېد

رياض۔19 مئ (اے پي پي) د بېلجيئم ځوان د حج فريضه ادا كولو لپاره په سائيكل په زرګونو كلو ميټره مزل كولو سره سعودي عرب ته راسېدلے دے د سبق تر مخه 26 كلن ځوان انس الرزاقي ووئېل درې مياشتې وړاندې مې په سائيكل سفر پېل كړے ؤ ۔ د 9 اروپائي هېوادونو نه په راتېرېدو د عرب هېوادونو څخه د سعودي عرب او اردون سرحدي پوستې حاله عمار او …

رياض۔19 مئ (اے پي پي) د بېلجيئم ځوان د حج فريضه ادا كولو لپاره په سائيكل په زرګونو كلو ميټره مزل كولو سره سعودي عرب ته راسېدلے دے د سبق تر مخه 26 كلن ځوان انس الرزاقي ووئېل درې مياشتې وړاندې مې په سائيكل سفر پېل كړے ؤ ۔ د 9 اروپائي هېوادونو نه په راتېرېدو د عرب هېوادونو څخه د سعودي عرب او اردون سرحدي پوستې حاله عمار او بيا مكه مكرمه ته ورسېدم۔ د ده وېنا وه ما د بېلجيئم نه خپل سفر پېل كړے د المان ٬ اسټريا ٬ اټلي او د بوسنيا بشمول د نورو هېوادونو څخه تركيه ته ورسېدم ۔ د اردن نه چې د سعودي عرب پولې ته راغلم نو چې زما كوم كېفيت ؤ هغه په لفظونو بيانېدے نشي۔ انس الرزاقي ووئېل په مزل كښې د بې شمېره جېلنجونو سره مخ شوم چې پكښې بدلېدونكې موسم څخه ستړے كېدونكے احساس ډېر حساس ؤ۔ خو د حرمېن خاورې سوچ زما همت او جزباته ته تقويت وركولو۔ په لاره كښې چې به څوك هم راتلل د هغوي لخوا به مې ډاډ ګېرنه كېدله او معاونت به كېدلو۔ دا ځوان چې كله د مملكت سرحد ته داخل شو نو تود هر كلے يې وكړے شو

مزید خبریں