د سعودي سفارت كارۍ ثابت كړه چې دا د عقل او حكمت غږ دے٬ سوريه

دمشقز 14 مئ(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په خواست د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه په سوريه د لګېدولو بندېزونو د پورته كولو اعلان د هر كلي د پېغامونو لړۍ روانه ده۔ د العربيه تر مخه د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني د امرېكې پرېكره د سوريه لپاره يو مهم موړ ګرځولے۔ هغه خپلو بيانونو كښې په سوريه د لكېدولو بنېزونو په اړه …

دمشقز 14 مئ(اے پي پي) د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په خواست د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه په سوريه د لګېدولو بندېزونو د پورته كولو اعلان د هر كلي د پېغامونو لړۍ روانه ده۔ د العربيه تر مخه د سوريه خارجه وزير اسعد الشيباني د امرېكې پرېكره د سوريه لپاره يو مهم موړ ګرځولے۔ هغه خپلو بيانونو كښې په سوريه د لكېدولو بنېزونو په اړه د صدر ټرمپ د اوسنو بيانونو هر كلے وكړو۔ هغه ووئېل دا پېشرفت د سوريه اولس لپاره يو مهم موړ دے ځكه چې مونږ د تباهۍ كونكې جنګ نه كلونه وروستو د استحكام ٬ خود كفالت او د حقيقي تعمير نو سباون پلو روان يوو۔ هغه زياته كړه د سعودي سفارت كاري په منطقه كښې د عقل او حكمت غږ ثابت شوې او د بندېزونو پورته كولو په هلو ځلو كښې په مرسته كولو د هغوي د هلو ځلو مننه كوو۔ د سوريه سباون كښې د نوي باب د پرانستې سېره د وروڼرو هېوادونو د موقف ده چې پكښې سعودي عرب وړومبے دے۔ دغسې د شام ډېموكرېټك فورسز (ايس ډي ايف) هم د بندېزونو پورته كولو په اړه د امرېكې صدر مننه كړې ۔

مزید خبریں