دوحه۔13 مئ (اے پي پي) سعودي عرب ٬ قطر او متحده عرب امارات د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ دورې په موقع په قطر كښې د امرېكې سفير ټيمي ډيوس وئېلې دي د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د قطر دوره د امرېكې او قطر د اړيكو د قوي كېدو ثبوت دے ۔ د العربيه تر مخه ده ووئېل قطر د امرېكې مهم شراكت دار او دوست هېواد دے او په منطقه …
قطر د امرېكې مهم شراكت دار دے ٬ سفير ټيمي ډيوس
مزید خبریں
دوحه۔13 مئ (اے پي پي) سعودي عرب ٬ قطر او متحده عرب امارات د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ دورې په موقع په قطر كښې د امرېكې سفير ټيمي ډيوس وئېلې دي د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ د قطر دوره د امرېكې او قطر د اړيكو د قوي كېدو ثبوت دے ۔ د العربيه تر مخه ده ووئېل قطر د امرېكې مهم شراكت دار او دوست هېواد دے او په منطقه او نړۍ كښې امن او استحكام لپاره په هلو ځلو كښې ملكړے دے۔ دواړو هېوادونو عمر له د دې اړيكو جوړولو لپاره كار كړے ځكه چې په منطقه او نرۍ كښې د ثالثۍ هڅې زياتې شوي دي۔ لبنان ٬ افغانستان ٬ او د شمالي افريقه كښې دا ثالثي په واضحه توګه ليدلې شوې۔ ده انكشاف وكړو په دې دوره كښې به د تعليم ٬ دفاع ٬ سلامتيا ٬ سرمايه كارۍ او د صحت بشمول بېلو څانګو كښې په لوظ نامو د لاس ليك اعلان كولې شي۔ په قطر كښې د امرېكې سفير ووئېل قطر د سيمه ايزو او نړيوزالو شخړو حل او روغې په اړه د امرېكې د شراكت دارو په فهرست كښې تر ټولو وړومبے هېواد دے ۔











