دوحه ۔28اپرېل(اے پی پی) د قطر وزیراعظم شېخ ابن عبدالرحمٰن بن جاسم الثانی وئيلي دي چې په غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې په اړه لږ ډير پيشرفت شوے دے۔ د اے اېف پي له مخې ده ددې خيالاتو څرګندونه په يو نيوز كنفرنس كښې كښې وكړه۔ ده ووئيل د فلسطینی تنظیم او اسرائیل ترمينځه لوظنامې ته رسېدو لپاره په دوحه كښې روانو مذاكراتو كښې څه نه څه پېشرفت شوے …
غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې په اړه لږ ډير پيشرفت شوے دے: قطر

مزید خبریں
دوحه ۔28اپرېل(اے پی پی) د قطر وزیراعظم شېخ ابن عبدالرحمٰن بن جاسم الثانی وئيلي دي چې په غزه كښې د جنګ بندۍ لوظنامې په اړه لږ ډير پيشرفت شوے دے۔ د اے اېف پي له مخې ده ددې خيالاتو څرګندونه په يو نيوز كنفرنس كښې كښې وكړه۔ ده ووئيل د فلسطینی تنظیم او اسرائیل ترمينځه لوظنامې ته رسېدو لپاره په دوحه كښې روانو مذاكراتو كښې څه نه څه پېشرفت شوے دے٬ مونږ د حتمي پوښتنې ځواب لټولو ته اړتيا لرؤ كومه چې د دے جنګ ختمولو ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې قطر مصر او امريكا سره په ګډه د اسرائيل او فلسطيني تنظيم ترمينځه په غزه كښې د جنګ بندۍ يوه عارضي لوظنامه وكړه كومه چې په 19 جنورۍ عملي كړې شوې وه خو هغې سره جنګ په بشپړه توګه ختم نه كړے شو۔











