تخليقي صلاحيتونه رامخې ته كولو لپاره د سعودي كلتور وزارت او د ټك ټاك ترمينځه لوظنامه

رياض۔22 اپرېل (اے پي پي) د سعودي عرب د كلتور وزارت د مشهور سوشل ميډيا پلېټ فارم "ټك ټاك" سره د مرستې په يوه سمجهوته لاس ليك كړے دے۔ د العربيه تر مخه د سمجهوتې مقصد د سعودي هنرمندانو او تخليقي كسانو صلاحيتونه رامخې ته كول٬ د هېواد كلتوري او سماجي كردار ځلول او د سعودي كلتور و ورثه نړۍ ته ورمخې ته كول دي۔ دا اقدام د سعودي وژن …

رياض۔22 اپرېل (اے پي پي) د سعودي عرب د كلتور وزارت د مشهور سوشل ميډيا پلېټ فارم “ټك ټاك” سره د مرستې په يوه سمجهوته لاس ليك كړے دے۔ د العربيه تر مخه د سمجهوتې مقصد د سعودي هنرمندانو او تخليقي كسانو صلاحيتونه رامخې ته كول٬ د هېواد كلتوري او سماجي كردار ځلول او د سعودي كلتور و ورثه نړۍ ته ورمخې ته كول دي۔ دا اقدام د سعودي وژن د 2030 تر مخه د قامي كلتوري تګلارې اهداف سر كولو پلو يو مهم ګام دے۔ د دې سمجهوتې تر مخه ګڼ شريك اقدامات او پروګرامز به پېل كولې شي چې پكښې د سماجي خدمات په غرض كلتوري او سماجي اقدار له وده وركول دي۔ په سمجهوته كښې وركشاپس ٬ تريتي كورسونه او د كلتور او هنر پوهې لپاره ګامونه شامل دي۔ ورسره په سعودي عرب كښې د تابيا شوو كلتوري دستورو معاونت هم د دې مرستې برخه ده۔ د بيان تر مخه د دې همكارۍ مقصد د ډيجيټل ټېكنالوجۍ كارول سره د سعودي اولس كلتوري تجربې پراخه كول او قامي شناخت د جديد پلېټ فارمز د لارې نړۍ ته ښودل دي۔ په سمجهوته د لاس ليك دستوره رياض كښې د كلتور وزارت په صدر دفتر كښې وشوه۔ چرته چې د وزارت نمائندګي نهي بنت سعيد قطان وكړه ٬ هغه د قامي شركتونو او د صلاحيتونو د ترقۍ نائب وزيره ده دغسې د ټك ټاك نمائندګي په مملكت كښې د سركاري اړيكو او اولسي پاليسۍ چيف ايګزېكټيو ډاكټر حاتم سمان وكړه۔

مزید خبریں