د رومن كيتهولك عيسايانو روحاني پیشوا پوپ فرانسس د نړۍ نه سترګې پټې كړې

ويټي كن۔21 اپرېل (اے پي پي) د رومن كيتولك عيسايانو روحاني پېشوا پوپ فرانسس د نړۍ نه سترګې پټې كړې دي۔ د رائترز تر مخه د ګل په ورځ ويټيكن په يو وېډيو پېغام كښې ووئېل چې پوپ فرانسس په حق رسېدلے او د هغه عمر 88 كاله ؤ كوم چې په اوسنو كښې د ډبل نمونيا نه روغ شوے ؤ۔ خو د ګل په ورځ كارډېنل كيون فېرل د ويټيكن په ټي وي چېنل اعلان وكړو جې ګرانو ورونړو او خويندو د ډېر غم او دړد سره زه د خپل مقدس فادر فرانسس د مرګ اعلان كوم۔ مونږ غم جن يوو۔ بشپ آف روم پوپ فرانسس جارج ماريوبرګليو په 13 مارچ 2013 پوپ ټاكلے شوے ؤ۔ پوپ فرانسس به د يوې صدۍ نه تر زياتې مودې وړومبے پوپ وي څوك چې د ويټيكن نه بهر به ښخولې شي ٬ هغه به سېنټ ميري ميجر هاسيليكا كښې سپارلے شي كوم چې د روم په څلورو لويو پوپل هاسيليكا څخه يو دے۔ پخواني پوپس به د صنوبر ٬ سيسه او د بلوط نه جوړو دريو لاندې باندې تابوتونو كښې ښڅولې شول خو پوپ فرانسس د خپل ځان لپاره د زنك سره د يو ساده لرګي نه د جوړ تابوت انتخاب كړے دے۔