متحده عرب امارات٬ په غېر ملكي وګړو اشتهارات كښې د قامي لباس په اغوستلو بندېز ولګېد

ابوظهبي۔21 اپرېل(اے پي پي) متحده عرب امارات په غېر ملكيانو اشتهارات كښې د يو اے اي د قامي لباس په اغوستلو بندېز لګولے دے۔ د العربيه اردو تر مخه متحده عرب امارات د قامي شناخت په اړه نوې پرېكړه كړې ده٬ د كومې تر مخه به چې يو غېر ملكي په ټي وي يا ډيجيټل پلېټ فارم اشتهارات كښې قامي لباس نشي اچولے۔ وفاقي قامي كونسل يوه نوې مېډيا پاليسي هم منظوره كړې د كومې تر مخه به چې غېر ملكيانو ته په مېډيا په اماراتي لهجه كښې د خبرو كولو اجازه نه وي۔ د دې اقدام مقصد د قامي شناخت ساتنه او كلتوري ورثه خوندي كول دي۔ بل خوا د نېشنل ميډيا آفس چيئرمېن عبدالله آل حامد وئېلي دي دا پرېكړه په داسې وخت كښې راغلې ده چې په اشتهارات كښې اماراتي كلتور او علامات د داسې كسانو د لارې وړاندې كېږي كوم چې اماراتي وګري نه دي ٬ نه خو هغوي د ځايي لهجې علم لري او نه د قامي لباس د اهميت او د كلتور د ژوروالي ادراك لري۔ ده په ايكس ووئېل دا بندېز په اماراتي لهجه يا د لباس په كارولو نه دے بلكې د دې كارول په دائره كار كښې راوستل دي۔