محبوبه مفتي د هندي سپريم كورټ نه د وقف ترميمي قانون كالعدم ګرځولو غوښتنه

سرينګر۔21 اپرېل (اے پي پي) په غېر قانوني توګه د هند تسلط لاندې حمو وكشمير كښې د پيپلز ډيمو كريټك پارټي مشرې محبوبه مفتي په وقف ترميمي قانون ټكونه كولو سره د هندي سپريم كورټ نه د دغې قانون د كالعدم ګرځولو غوښتنه كړې ده۔ د كشمير مېډيا سروس تر مخه محبوبه مفتي د سرينګر نه جاري يو بيان كښې ووئېل دا قانون د مسامانې ټولنې د جذبات سپكاوے دے۔ هغې ووئېل مونږ د سپريم كورټ سره رجوع كړې او سپريم كورټ له د مسلمانانو د حذبات خيال ساتل پكار دي او دا مسترد كول غواړي۔ د دې قانون چېلنج كولو لپاره په هندي عدالت كښې ګڼ درخواستونه دائر كړے شوي چې پكښې وئېلې شوي چې دا د مسلمانې ټولنې سره امتيازي سلوك او د دوي د بنيادي حقونو خلاف ورزي ده۔ محبوبه مفتي ووئېل زمونږ ګونډ د دې قانون خلاف په شخړيز حمو وكشمير كښې احتجاج پېل كړے دے۔