دبۍ۔16 اپرېل (اے پي پي) د متحده عرب امارات په شارجه ښار كښې په 52 منزله كمپاونډ كښې د اور لګېدو له امله 5 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د الامارات اليوم تر مخه په لوړ د استوګنې ټاور كښې د بېلو هېوادونو د 1500 نه زيات كسان استوګن وو۔ اور د ټاور په بره منزل كښې لګېدلے ؤ چې په اطلاع تر لاسه كېدو ورته د شهري …
متحده عرب امارات٬ د شارجه په 52 منزله ودانۍ كښې د اور لګېدو له امله 5 كسان په حق ورسېدل ٬ 19 ژوبل

مزید خبریں
دبۍ۔16 اپرېل (اے پي پي) د متحده عرب امارات په شارجه ښار كښې په 52 منزله كمپاونډ كښې د اور لګېدو له امله 5 كسان مړه او 19 ژوبل شوي دي۔ د الامارات اليوم تر مخه په لوړ د استوګنې ټاور كښې د بېلو هېوادونو د 1500 نه زيات كسان استوګن وو۔ اور د ټاور په بره منزل كښې لګېدلے ؤ چې په اطلاع تر لاسه كېدو ورته د شهري دفاع ډلې ورسېدې٬ د شهري دفاع سره د پوليس او رضا كار فورس هم ؤ چا چې د تاور نه خلق راويستل او د ټرېفك پوليس د لارې نه ټرافيك بل ارخ ته منتقل كړو۔ د امن عامه ادارې ډائرېكټر كرنل داكټر احمد الناعور د اور لګېدو څخه په مرګونو د غم دړد څرګندونه وكړه او د ژوبل شوو زر روغتيا له يې دعا وكړه۔ ده ووئېل ادارې د اور لګېدو سبب معلومولو لپاره هڅې كوي او د سروے ډلې هم په دې لړ كښې كار كوي۔











