بیجنګ ۔16اپریل (اے پي پي) چین ایئرلائنز ته د امریکې کمپنۍ بوئنګ څخه د الوتكو ډلیوري ايسارولو امر كړے دے ۔ د بلوم برګ تر مخه جنوري كښې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د سوګند پورته كولو نه پس د نړۍ دوو لويو معیشتونه سره د ټیرف په معامله د جنګ په حالت كښې دے ۔ امریکې د چین په درآمدات 145 فیصد ټیرف لګولے دے۔ چین په دغه خپل …
چین ایئرلائنز ته د امریکی کمپنۍ بوئنګ څخه د الوتكو ډلیوري ايسارولو امر وكړو

مزید خبریں
بیجنګ ۔16اپریل (اے پي پي) چین ایئرلائنز ته د امریکې کمپنۍ بوئنګ څخه د الوتكو ډلیوري ايسارولو امر كړے دے ۔ د بلوم برګ تر مخه جنوري كښې د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د سوګند پورته كولو نه پس د نړۍ دوو لويو معیشتونه سره د ټیرف په معامله د جنګ په حالت كښې دے ۔ امریکې د چین په درآمدات 145 فیصد ټیرف لګولے دے۔ چین په دغه خپل غبرګون كښې د امریکې په څيزونو 125 فیصد ټیرف لګولے ۔ د بلوم برګ راپور تر مخه د چین ایئرلائنز ته دا حکم هم جاري كړے شوے چې هغه د بوئنګ الوتكو ډلیوري بند کړي ۔ دا هم وئېلي شوي چې امریکې نه د الوتكو د پرزو اغستل هم بند كړئ ۔ د امریکی په درآمدات د بیجنګ ځوابي ټیرف په ممکنه توګه د هوائي طيارو او پرزو راوړلو په لګښت كښې ډېره اضافه كولې شي ۔ بلومبرګ ووئېل د چین حکومت د داسې کیریئرز په مرسته كولو غور کوي كوم چې بوئنګ او جیټ الوتكې په لیز وركوي او د ډېرو خرڅونو سره مخ دي ۔ د امریکی صدر ډونلډ ټرمپ د ټیرف لګولو پرېكړې نړيوال بازارونه ځپلي دي او د اتحادیانو او مخالفین سره يې سفارت کاري يو ډول متاثره كړې ده ۔ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ په ټیرف كښې د لا زياتوالي مخه نيولو اعلان كړے ؤ۔











