واشنګټن۔15 برېل (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د هارورډ پوهنتون نزدې د پاو باندې دوو اربه ډالرو مرسته ايساره كړه ۔ د ډوئچے وېلے راپور تر مخه هارورډ پوهنتون د امرېكې انتظاميه د اړخه د كېمپس دننه د ګڼو فعاليتونو د مخ نيوي غوښتنې مسترد كرې وې او وئېلي وو چې پوهنتون به په هيڅ ډول د خپلې خپلواكۍ او آئيني حقونو نه لاس په سر نشي۔ …
د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د غوښتنو په نه منلو د هارورډ پوهنتون د دوو اربه ډالرو نه زياته مرسته ايساره كړه

مزید خبریں
واشنګټن۔15 برېل (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د هارورډ پوهنتون نزدې د پاو باندې دوو اربه ډالرو مرسته ايساره كړه ۔ د ډوئچے وېلے راپور تر مخه هارورډ پوهنتون د امرېكې انتظاميه د اړخه د كېمپس دننه د ګڼو فعاليتونو د مخ نيوي غوښتنې مسترد كرې وې او وئېلي وو چې پوهنتون به په هيڅ ډول د خپلې خپلواكۍ او آئيني حقونو نه لاس په سر نشي۔ د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميې اعلان كړے چې هارورډ پوهنتون د كېمپس دننه د ګڼو فعاليتونو مخ نيوي له غوښتنې مسترد كړي ځكه پوهنتون له وركړے كېدونكې د پاو باندې دوه اربه ډالره نه زياته مرسته او د 60 مېلين ډالرو نه د زياتو لوظنامو د ايسارولو پرېكړه شوې ده۔د هارورډ صدر ايلن ګاربر د هارورډ كميونټي په نامه يوه چيټۍ كښې ليكلې دي چې پوهنتون به د خبلې خپلواكۍ نه لاس په سر نشي او نه به خپل آئيني حقونه پرېږدي۔ ده يوه چيټۍ كښې لېكلې دي حكومت د داسې كوم حكم جاري كولو هيڅ حق نه لري چې شخصي پوهنتون څه لوستلې شي او څه نه ٬ چا له داخله وركولې شي او چا له نه او د لوستې او تحقيق په كومو څانګو كښې پېشرفت كولې شي ۔ د پوهنتون صدر ووئېل سپينې ماڼۍ د غوښتنو يو بل تازه فهرست هم رالیږلے ؤ چې پكښې خبردارے ؤ چې پوهنتون له به د حكومت سره خپلو مالي اړيكو دوامداره ساتلو لپاره دا غوښتنې منل وي۔ هارورډ د امرېكې وړومبے پوهنتون دے چې د ټرمپ انتظاميه د اړخه د خپلو پالېسيو د بدلولو فشار يې مسترد كړے ۔ صدر ټرمپ د امريكا په نوموړو پوهنتونونو كښې د يهودي طلباﺀ تحفظ كښې د ناكمه راتللو تور لګولو څكه چې د غزه جنګ او اسرائيل لپاره د امرېكې مرستې په خلاف د امرېكې په ډېرو كالجونو او پوهنتونوو كښې مظاهرې كېږي۔











