بيجنګ/ ممبۍ ۔ 15 اپرېل (اے پي پي) د هند او چين تر مينځه نيغ په نيغه د مسافرو پروازونو د بحالۍ په حقله د خبرو اترو وړومبے پراؤ تر سره شوے ۔ د رائټرز تر مخه هند وئېلي دي تر اوسه د دواړو هېوادونو د مسافرو لپاره د هوائي سروس بحالۍ لپاره لا كومه نېټه نه ده مقرر شوې۔ د هند او چين تر مينځه 5 كاله وړاندې په …
د هند او چين ترمينځه د مسافرو پرازونو بحالۍ لپاره د خبرو اترو ژرومبے پراؤ تر سره شو

مزید خبریں
بيجنګ/ ممبۍ ۔ 15 اپرېل (اے پي پي) د هند او چين تر مينځه نيغ په نيغه د مسافرو پروازونو د بحالۍ په حقله د خبرو اترو وړومبے پراؤ تر سره شوے ۔ د رائټرز تر مخه هند وئېلي دي تر اوسه د دواړو هېوادونو د مسافرو لپاره د هوائي سروس بحالۍ لپاره لا كومه نېټه نه ده مقرر شوې۔ د هند او چين تر مينځه 5 كاله وړاندې په لائن آف ايكچوئل كنټرول (ايل اے سي) د شوي جنګ نه پس اړېكې كشيده وې۔ سږ كال جنورۍ كښې دواړو هېوادونو د خپلو تجارتي او معاشي اختلافات ختمولو لپاره كار كولو ته اتفاق كړے ؤ ۔په دې حقله د ايوې ايېشن په څانګه كښې د تعطل خاتمه هم د دواړو هېوادونو مقصد ؤ۔ د هند د سول ايوي ايېشن سېكرټري وملونمانګ ووالنام نوي ډيلي كښې انډين چيمبر آف كامرس تر سېوري لاندې كانفرنس ته ووئېل د سول ايوي ايېشن اتهارټي او د چين ادارې تر مينځه د خبرو يو پراؤ بشپړ شوے خو لا څه چارې تر سره كول دي۔ په 2020 كښې د هند او چين عسكرو تر مينځه جنګ شوے ؤ چې پكښې 20 هندي او 4 د چين عسكر وژلې شوي وو٬ د دغې نه پس بيا هند د چين په سركايه كاره كمپنيو او د زرګونو نوموړو ايپس بشمول په مسافرو پروازونو هم بندېز لګولے ؤ خو د دغې باوجود د چين كارګو پروازونه بحال وو۔











