تیونس سټي ۔15اپریل (اے پي پي)تیونس كښې د سکول دیوال پرېوتلو څخه 3 طالب علمان په حق ورسېدل او ګن ژوبل شول ۔ طلبعلمانو په ګراؤنډ كښې ډرل کولو چې ناڅاپي پرې دیوال پريوتلو۔د العربیه نیوز تر مخه د سکول دیوال پرېوتلو په پیښه تیونس كښې د خلقو وېنا ده د سيمې د تعلیمي ادارو ودانۍ ډېرې ورستې شوي دي او د دغې بيا رغونه هم نه كېږي د كومې …
تیونس كښې د سکول دیوال پرېوتلو څخه 3 طلبعلمان په حق ورسېدل ، ګڼ ژوبل

مزید خبریں
تیونس سټي ۔15اپریل (اے پي پي)تیونس كښې د سکول دیوال پرېوتلو څخه 3 طالب علمان په حق ورسېدل او ګن ژوبل شول ۔ طلبعلمانو په ګراؤنډ كښې ډرل کولو چې ناڅاپي پرې دیوال پريوتلو۔د العربیه نیوز تر مخه د سکول دیوال پرېوتلو په پیښه تیونس كښې د خلقو وېنا ده د سيمې د تعلیمي ادارو ودانۍ ډېرې ورستې شوي دي او د دغې بيا رغونه هم نه كېږي د كومې په سبب چې پیښه رامخې ته شوه ۔د تیونس کمشنری سیدي بوزید ووئېل د زوړ سکول دیوال د سيلۍ زور برداشت نه كړو د كوم په سبب چې پرېوتلو ۔د پارلیمان غړي بدرالدین القمودي ریجنل تعلیمي اداره د دغې ذمه واره ګرځولو سره ووئېل دیوال ډېر زوړ ؤ كوم چې تېرې زلزلې لا کمزورے كړے ؤ۔ ده د پیښې د پلټنو غوښتنه هم وكړه











