زر اسرائيلي پائېلوټانو د جنګ بندۍ غوښتنه وكړه٬ د پوځي مشر د اخوا كولو دړكه

تل ابيب ۔11 اپرېل (اے پي پي ) د اسرائيل پوځ خبردارے وركړے هغه ټول ريزرو پائېلټوان به د ملازمت نه اخوا كولې شي څوك چې په غزه كښې د جنګ اودرولو او د اسرائيل بنديوانو خوشي كولو لپاره په اولسي كچه كمپائن چلوي يا غوښتنه كوي ۔ د العربيه تر مخه د اسرائيل پوځ دا دړكه د زيارت په ورځ رامخې ته شوې ۔ د اسرائيل حكومت د دې …

تل ابيب ۔11 اپرېل (اے پي پي ) د اسرائيل پوځ خبردارے وركړے هغه ټول ريزرو پائېلټوان به د ملازمت نه اخوا كولې شي څوك چې په غزه كښې د جنګ اودرولو او د اسرائيل بنديوانو خوشي كولو لپاره په اولسي كچه كمپائن چلوي يا غوښتنه كوي ۔ د العربيه تر مخه د اسرائيل پوځ دا دړكه د زيارت په ورځ رامخې ته شوې ۔ د اسرائيل حكومت د دې نه واندې هم په اولسي كچه احتجاج او د سخت تنقيد سره مخ دے۔ دغې پائېلوټانو د شرمندګۍ صورتجال راپېدا كړے ۔ د اسرائېلي اولس نه علاوه ګڼو پخوانو چارواكو هم د اسرائيل پوځ د 18 مارچ نه په غزه د بيا جنګ مسلط كولو باندې ټكونه كړي دي او دغه يې د نيتن حكومت د سياست ضرورت ګرځولے دے۔ اوس د اسرائيل فضائيه ريزرو پائېلوټان هم د دغې اولسي غږ او غوښتنې سره يو غږ شوي دي۔ خو د اسرائيل پوځ د مشر او كمانډرانو په وېنا دغه ريزرو پئېلوټانو له دړكه وركړې شوې چې د دغسې غوښتنې ٬ جنګ بند كړے شي او په غزه كښې د بنديوانو اسرائيلي وګړو راخوشي كولو ته د پام لرنې كمپائن كوونكې به د ملازمت نه اخوا كولې شي

مزید خبریں