ملګري ملتونه۔9 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش د فلسطين په حقله د اسرائيل خپله كړې لاره د نړيوال قانون او د تاريخ په نظر كښې بيخي د نه زغملو وړ ګرځولو سره اسرائيل ته تر غزه په بشري بنياد د مرستې رسنې لپاره د ضمانت اپيل كړے دے۔ ۔ د نړيوالې ادارې مشر لخوا دا اپيل د اسرائيل لخوا محصور كړې غزه كښې د …
د فلسطين په حقله د اسرائيل خپله كړې لاره د نړيوال قانون او تاريخ په نظر كښې بيخي د زغملو وړ نه ده٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔9 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش د فلسطين په حقله د اسرائيل خپله كړې لاره د نړيوال قانون او د تاريخ په نظر كښې بيخي د نه زغملو وړ ګرځولو سره اسرائيل ته تر غزه په بشري بنياد د مرستې رسنې لپاره د ضمانت اپيل كړے دے۔ ۔ د نړيوالې ادارې مشر لخوا دا اپيل د اسرائيل لخوا محصور كړې غزه كښې د هر ډول مرستې ايسارولو د يوې مياشتې نه د زياتې مودې تېرېدو نه پس شوے دے۔ د ملګرو ملتونو په هيډكوارټر كښې خبريالانو ته ده په غزه كښې بيا د جنګ بندۍ او د ټولو اسرائيلي يرغمالو د خوشې كولو د غوښتنې پخلے وكړو۔ واضحه دې وي د اسرائيل ناكه بندۍ نه پس د 2 مارچ نه كوم خوراك ٬ ايندهن ٬ داروګان ٬ او تجارتي څيزونه غزه ته دي پرېښودلې شوي او په تلونكو لارو د څيزونو او سامان ډيري لګېدلې دي۔ده ووئېل د مرستې رسنه ځنډېدو څخه د غزه اولس د سختې يرې سره مخ دے او غزه اوس يو مقتل ګاه ده۔ چرته چې مېشته خلق بس مړه كېدې شي۔ ده ووئېل په غزه كښې د جنګ بندۍ په سبب هلته د بشري ځانونو بچ كوونكو ضروري څيزونو رسائي ممكن شوې وه كومه چې اوس د يوې مياشتې نه بيا بنده ده۔ ده ووئېل د اسرائيل د اړخه د غزه لپاره د لېږلې شوې مرستې ايسارولو سره په غزه كښې د فلسطين كورنيو سره سره هلته د اسرائيل يرغماليانو كورنيو لپاره هم د اميد ختمېدل دي۔ دا سبب دے چې موڼږ پرله پسې د ټولو يرغمال كړو د زر تر زره د مشروط خوشي كولو ٬ د مستقل جنګ بندۍ او سيمې ته په بشپره توګه په بشري بنياد د مرستې په رسنه زور راوړو۔











