اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي)د ملګرو ملتونو نړيوال هېلته آرګنائزيشن (ډبليو اېچ او) د پاکستان نمائنده ډاکټر ډپينګ لؤ وئيلي دي پاکستان كښې د زېږون په مهال د مېندو د مرګونو په شرح كښې ښكاره كمے راغلے ٬ په پاکستان كښې په نوې زېږېدلو ماشومانو كښې د تشنج په ضد جنګ كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه شوې دي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د صحت نړيوالې ورځ …
پاکستان كښې د زېږون په مهال د مېندو د مرګونو شرح ښكاره كمه شوې۔ د روغتيا نړيوالې ادارې نمائنده ډاکټر ډپينګ لؤ

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي)د ملګرو ملتونو نړيوال هېلته آرګنائزيشن (ډبليو اېچ او) د پاکستان نمائنده ډاکټر ډپينګ لؤ وئيلي دي پاکستان كښې د زېږون په مهال د مېندو د مرګونو په شرح كښې ښكاره كمے راغلے ٬ په پاکستان كښې په نوې زېږېدلو ماشومانو كښې د تشنج په ضد جنګ كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه شوې دي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ د صحت نړيوالې ورځ په مناسبت سره د ډبليو اېچ او په اهتمام كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل 80 فيصده پاکستاني آبادي داسې سيمو كښې ده چرته چې د دې رنځ خپرېدل د يو زر په سر د يو كېس نه هم كمه ده۔ ده ووئيل په اسلام آباد، آزاد کشمير، سندھ او پنجاب سيمو كښې اېم اېن ټي په بشپړه توګه ختمه شوې۔ ده ووئيل د نړيوال او قامي اېس ډي جيز هدفونو له مخې تر كال 2030 د زچګي د مړنې شرح په يو لك كښې 70 ده او د نوو زېږېدلو ماشومانو د مړينې شرح د يو زر په سر 12 ته راوستلو لپاره نورې سرمايه كارۍ او حكومتي ترجيحات اړين دي











