پاكستان د ملګرو ملتونو امن مشن لا پياوړي كولو لپاره د جديد ټېكنالوجۍ نه په استفاده كولو زور راوړو

ملګري ملتونه۔8 اپرېل (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو د امن مشن لا پياوړي او موثره كولو لپاره د جديد ټېكنالوجۍ څخه په استفاده كولو زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سلامتي كونسل ته ووئېل د جنګ بندۍ قوي كولو او غېر متوقع شخړو مخ نيوي لپاره د ملګرو ملتونو امن مشن لا موثره كولو په غرض نوې تېكنالوجي كارول غواړي۔ …

ملګري ملتونه۔8 اپرېل (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو د امن مشن لا پياوړي او موثره كولو لپاره د جديد ټېكنالوجۍ څخه په استفاده كولو زور راوړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سلامتي كونسل ته ووئېل د جنګ بندۍ قوي كولو او غېر متوقع شخړو مخ نيوي لپاره د ملګرو ملتونو امن مشن لا موثره كولو په غرض نوې تېكنالوجي كارول غواړي۔ د يو اين پيس كيپنګ په هيډ آف ملټري كمپوننټ (ايچ او ايم سي) د كونسل بريفنګ ته خطاب كښې ده ووئېل په سېنسنګ ټېكنالوجي كښې پېشرفت د جنګ بندۍ په لږ مصرف څارنه په ښه ډول زياتېدې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو په سېنېګ ټېكنالوجي كښې د پېشرفت بشمول ډرون او سېتلائټ اميجري د حقيقي وخت ٬ جامع صورتحال په اړه د خبرتيا وركولو سره د څارنې صلاحيتونه دېر زياتولې شي۔ د امن مشن بنيادي كار د جنګ بندۍ مشاهده او نګراني كول دي۔ ده ووئېل دوه مشن يو اين ټروس سپرويژن آرګنائزېشن (UNTSO) او يو اين ملټري آبزرور ګروپ ان انډيا اينډ پاكستان ) UNMOGIP (دې مقصد لپاره جوړ شوي وو او تر نن ورځې موجود دي او كار كوي۔ ده ووئېل د ملګرو ملتونو لخوا د جنګ بندۍ څارنې لپاره دغې د جمو وكشمير ٬ د ګولان په غرونو ٬ قبرص ٬ لبنان او د مغربي صحارا غوندې فلېش پوائنټ كښې امن برقرار ساتلو كښې مهم كردار تر سره كړے دے۔

مزید خبریں