د سعودي عربستان په فلسطيني كډوالو د اسرائيلي جارحيت غندنه

ریاض۔5 اپرېل(اے پی پی) سعودی عربستان په فلسطين كښې د اسرائيلي بريدونو غندنه كولو سره دا د نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزي ګرځولې ده۔ د اردو نيوز له مخې د سعودي خارجه وزارت لخوا په جاري شوي د غندنې بيان كښې وئيلې شوي دي چې اسرائيلي قابض ځواكونو په غزه كښې د كډوالو ځايونه په نخښه كړل په كومو كښې چې مدرسه دار الارقم هم شامله ده چرته چې بې …

ریاض۔5 اپرېل(اے پی پی) سعودی عربستان په فلسطين كښې د اسرائيلي بريدونو غندنه كولو سره دا د نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزي ګرځولې ده۔ د اردو نيوز له مخې د سعودي خارجه وزارت لخوا په جاري شوي د غندنې بيان كښې وئيلې شوي دي چې اسرائيلي قابض ځواكونو په غزه كښې د كډوالو ځايونه په نخښه كړل په كومو كښې چې مدرسه دار الارقم هم شامله ده چرته چې بې ګناه وګړو پناه اخستې ده۔ د اسرائيلي قابض ځواكونو د بريدونو په نتيجه كښې بې ګناه وګړي شهيدان شوي دي۔ خارجه وزارت وئيلي چې د نړيوالو قوانينو په خلاف ورزۍ كولو په نړيواله كچه د اسرائيل په جدي توګه د محاسبې نه كېدو له امله د قابض ځواكونو لخوا تباهي خپرونكې خلاف ورزۍ لا زياتې شوي دي چې ورسره سيمه ايز او نړيوال امن ٬ سلامتيا او استحكام سختې خطرې سره مخ شوے دے۔ د سعودی عربستان لخوا نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه د سلامتي كونسل غړو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې هغه دې د اسرائيل لخوا د روانو خلاف ورزيو په جدي توګه نوټس واخلي دغسې چې فلسطيني وګړو ته د پېښو ستونزو ازاله وكړې شي۔

مزید خبریں