د هند په ګجرات رياست كښې د پټاخو كارخانه كښې درنه چاؤدنه ٬ 17 كسان مړه

ممبئی ۔1اپرېل(اے پی پی) هندي رياست ګجرات كښې د پټاخو په يوه كارخانه كښې د درنې چاؤدنې په نتيجه كښې 17 كسان مړه شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د چاؤدنې دا پېښه د ګجرات رياست بناس كانټھا ضلعې په يوه كارخانه كښې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ 17 كسان سوځېدو سره مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ چاؤدنې څخه وروستو ژوبل شوي په …

ممبئی ۔1اپرېل(اے پی پی) هندي رياست ګجرات كښې د پټاخو په يوه كارخانه كښې د درنې چاؤدنې په نتيجه كښې 17 كسان مړه شوي دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د چاؤدنې دا پېښه د ګجرات رياست بناس كانټھا ضلعې په يوه كارخانه كښې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ 17 كسان سوځېدو سره مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ چاؤدنې څخه وروستو ژوبل شوي په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړې شول۔ يو شمېر كسان اوس هم د ملبې لاندې دي۔ په كارخانه كښې له چاؤدنې وروستو اور ولګېدو۔ د چاؤدنې په وخت په كارخانه كښې 30 مزدورانو كار كولو۔ د هندي مييا له مخې چاؤدنې څخه وروستو د كارخانې مالك وتښتېد۔ بلخوا د پېښې علت معلومولو له پوليس پلټنې پېل كړې دي۔