په غزه اسرائيلي بريدونه ٬ د ماشومانو په شمول 9 فلسطيني وګړي شهيدان٬ په بيروت هوائي بريدونه

غزہ۔1اپرېل(اے پی پی) په غزه كښې د اختر په دويمه ورځ هم په فلسطنيانو د اسرائيلي پوځ بريدونه روان پاتې شول چې په نتيجه كښې يۍ د ماشومانو په شمول لږ تر لږ 9 كسان شهيدان شوي۔ د الجزیرہ له مخې فلسطین رېډ کرېسنټ سوسائټی (پی آر سی اېس) د 15 بېړنيو كارمندانو مړي برآمد كړي دي۔ الجزیرہ وئيلي چې د ګل په ورځ د وړوكي اختر په دويمه ورځ …

غزہ۔1اپرېل(اے پی پی) په غزه كښې د اختر په دويمه ورځ هم په فلسطنيانو د اسرائيلي پوځ بريدونه روان پاتې شول چې په نتيجه كښې يۍ د ماشومانو په شمول لږ تر لږ 9 كسان شهيدان شوي۔ د الجزیرہ له مخې فلسطین رېډ کرېسنټ سوسائټی (پی آر سی اېس) د 15 بېړنيو كارمندانو مړي برآمد كړي دي۔ الجزیرہ وئيلي چې د ګل په ورځ د وړوكي اختر په دويمه ورځ هم په غزه د اسرائيل بريدونه روان پاتې شول۔ د شمالی غزہ په جباليه كېمپ او د غزه په منځنۍ سيمه د شوو بريدونو په نتيجه كښې 6 كسان شهيدان شوي ٬ دغسې په خان يونس كښې د خبريال اېم صالح البرداوېل په كور ترسره شوي بريد كښې خبريال اېم صالح البرداویل، د هغه كورودانې او 3 كوچنيان شهيدان شول۔ بلخوا اسرائيلي ځواكونو د نهې په ورځ په يوه اونۍ كښې په دويم ځل د لبنان په پلازمينه بېروت فضائي بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ لږ تر لږ 3 كسان مړه او 7 ژوبل شوي۔ د اسرائيلي ځواكونو لخوا نزدې د ټول ښار خالي كولو خبرداري څخه وروستو د زرګونو په شمېر فلسطيني وګړي فلسطيني سيمې رفح څخه كډه كوي۔ د الجزيره له مخې د حوثیانو لخوا د امریکی اېم کیو -9 ډرون غورځولو دعوې څخه څو ساعته وروستو امريكې په يمن بمباري روانه ساتلو سره په قطبي صعده صوبه د اختر په ورځ 15 بريدونه وكړل ٬ دغسې صنعا ته نزدې په يو غر هم بريد وكړے شو بياهم دغه بريدونو څخه وروستو د كوم ځاني زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې