د روژې مباركه مياشت كښې حرمين شريفين ته نزدې 122 ملين زائرين راورسيدل

اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) د مسجد نبوي چارو لپاره د جنرل اتھارټي سي اي او انجینئر غازی الشهرانی وئيلي دي چې د روژې مباركې مياشتې په مهال 12 کروړه 22 لکه 86 زره 712 عمرہ زائرین مكه مكرمه كښې مسجد الحرام او مدينه منوره كښې مسجد نبوي ته ورسېدل۔ ده وويل د اتوار په ورځ د لمانځلې شوي وړوكي اختر په موقع د حرمېن شريفېن متولي شاه سلمان او ولي …

اسلام آباد۔30مارچ(اے پی پی) د مسجد نبوي چارو لپاره د جنرل اتھارټي سي اي او انجینئر غازی الشهرانی وئيلي دي چې د روژې مباركې مياشتې په مهال 12 کروړه 22 لکه 86 زره 712 عمرہ زائرین مكه مكرمه كښې مسجد الحرام او مدينه منوره كښې مسجد نبوي ته ورسېدل۔ ده وويل د اتوار په ورځ د لمانځلې شوي وړوكي اختر په موقع د حرمېن شريفېن متولي شاه سلمان او ولي عهد او وزيراعظم شهزاده بن سلمان خپل اولس او ټولې اسلامي نړۍ ته د زړه له كومي مباركي وړاندې كړه۔ الشهرانی د هغه ټولو مننه وكړه كومو چې د پاك پروردګار د مېلمنو په خذمت كښې مرسته وكړه۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ټولو ته د هغوي د هڅو او ستړو اجر وركړي۔