له كوم افسوس پرته هيواد ته راستون شوم٬ امريكې څخه د سوئيلي افريقه ويستلے شوي سفير څرګندونه

کېپ ټاون 24 مارچ (اے پي پي) د سوئيلي افريقه سفير څوك چې د صدر ټرمپ حكومت سره د شخړې په سبب امريكا څخه ويستلے شوے ٶ٬ خپل هېواد ته ستون شوے۔ د العربيه له مخې خپل هېواد ته د ستنېدو په مهال دوي ته تود هركلے ووئيلے شو٬ ده د امريكائي حكومت په دې پرېكړه د سخت غبرګون څرګندونه كړې۔ د صدر ډونلډ ټرمپ په ضد د ناخوښۍ او …

کېپ ټاون 24 مارچ (اے پي پي) د سوئيلي افريقه سفير څوك چې د صدر ټرمپ حكومت سره د شخړې په سبب امريكا څخه ويستلے شوے ٶ٬ خپل هېواد ته ستون شوے۔ د العربيه له مخې خپل هېواد ته د ستنېدو په مهال دوي ته تود هركلے ووئيلے شو٬ ده د امريكائي حكومت په دې پرېكړه د سخت غبرګون څرګندونه كړې۔ د صدر ډونلډ ټرمپ په ضد د ناخوښۍ او نسل پالنې په ضد د سياست كولو په تور امريكا څخه له ويستل كېدو وروستو ابراهم رسول په كېپ ټاٶن كښې د سلګونو په شمېر خپلو پلويانو سره په خبرو كښې ووئيل كور ته د راستنېدو پرېكړه زمونږ خپله نه وه خو له كوم افسوس پرته بېرته راګرځېدلے يم۔ د يادونې وړ ده چې د امريکا او سوئيلي افريقا ترمېنځه اړيكې ھغه وخت راهېسې خرابې شوې دي كله چې امريكائي جمهور ريئس د سوئيلي افريقا مالي مرسته بنده كړې ده

مزید خبریں