رياض 24 مارچ (اے پي پي) د حرمېن الشرفين چارو ادارې د مسجد الحرام زيارت كوٶنكو لپاره د اردو پشمول په پنځه ژبو كښې د ډيجيټل معلوماتو سهولت باوري كړے دے۔ زيارت كوٶنكي به کيو آر کوډ سکېن كولو سره پخپل موبائل مهمو ديني معلوماتو څخه استفاده كولې شي۔ د سبق نيوز له مخې ادارې په ډيجيټل معلوماتي پورټل٬ ډيجيټل قرآن کريم، د مسجد الحرام خطبې او درسونه اپ لوډ …
مسجد الحرام كښې د اردو پشمول پنځه ژبو كښې “ډيجيټل معلومات” وړاندې كولې شي

مزید خبریں
رياض 24 مارچ (اے پي پي) د حرمېن الشرفين چارو ادارې د مسجد الحرام زيارت كوٶنكو لپاره د اردو پشمول په پنځه ژبو كښې د ډيجيټل معلوماتو سهولت باوري كړے دے۔ زيارت كوٶنكي به کيو آر کوډ سکېن كولو سره پخپل موبائل مهمو ديني معلوماتو څخه استفاده كولې شي۔ د سبق نيوز له مخې ادارې په ډيجيټل معلوماتي پورټل٬ ډيجيټل قرآن کريم، د مسجد الحرام خطبې او درسونه اپ لوډ كړې دي٬ په ډيجيټل معلوماتي پورټل د سهار او ماښام ذكرونه، د چاراندام٬ د لمونځ او طهارت طريقې ډېر په آسان ډول بيان كړې شوې دي٬ د دې نه علاوه په دې كښې اعتکاف كوٶنكو لپاره مهمو معلوماتو سره سره عمره كوٶنكو لپاره په طواف او سعي كښې لوستل كېدونكې 170 مسنون دعاګانې شاملې دي٬ په پورټل اردو، عربۍ، انګلش، ترکيه او فرانسيسي ژبو كښې د ترجمې سهولت موجود دے دغسې چې د اړوند هېوادونو وګړي پخپله ژبه كښې ديني معلوماتو څخه استفاده وكړې شي ۔







