رياض 21 مارچ (اے پي پي) د سعودي عربستان کمپنۍ آرامکو په هېواد كښې د کاربن ډائي آکسائيډ نه نېغ په نېغه هوا اېستلو لپاره لومړې پائلټ يونټ پېل كړې۔ د العربيه له مخې دا يونټ فضا څخه په كلنه توګه د 12 ټنه کاربن ډائي آکسائيډ اېستلو صلاحيت لري۔ د آرامکو لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوې دي چې د سېمنز انرژي په مرسته جوړ شوې دا تجرباني …
سعودي عرب، آرامکو د هوا څخه د کاربن ډائي آکسائيډ اېستلو لومړي تجرباني يونټ پېل كړو

مزید خبریں
رياض 21 مارچ (اے پي پي) د سعودي عربستان کمپنۍ آرامکو په هېواد كښې د کاربن ډائي آکسائيډ نه نېغ په نېغه هوا اېستلو لپاره لومړې پائلټ يونټ پېل كړې۔ د العربيه له مخې دا يونټ فضا څخه په كلنه توګه د 12 ټنه کاربن ډائي آکسائيډ اېستلو صلاحيت لري۔ د آرامکو لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوې دي چې د سېمنز انرژي په مرسته جوړ شوې دا تجرباني سټېشن نېغ په نېغه د هوا څخه د کارکن ډائي آکسائيډ اېستلو د ټيسټنګ يونټ صلاحيتونه زياتولو لپاره د كمپنۍ يو اهم قدم دے۔ د سعودي آرامکو كمپني دا سهولت د هېواد په متنوع آب و هوا كښې د کاربن ډائي آکسائيډ کيپچر مواد نوي كول لپاره د ټيسټنګ پليټ فارم په توګه د كارولو اراده لري







