غزہ۔20مارچ(اے پی پی) د غزه په رهائشي سيمو كښې د زيارت په سهار د اسرائيلي بريدونو په ترڅ كښې 71 فلسطيني وګړي شهيد كړې شول۔ د شنهوا له مخې په غزه كښې د شهري دفاع وياند محمود بسال وويل چې اسرائيل د زيارت په سهار فضائي بريدونو كښې د خان يونس په ختيز كښې بنی سهېله، اباسان الکبیرہ او الفخاری ٬ په سوئيلي سيمه كښې رفح او په قطبي سيمه …
په غزه د اسرائيل بريدونه ٬ 71 فلسطيني شهيدان ٬ په درځنونو ژوبل

مزید خبریں
غزہ۔20مارچ(اے پی پی) د غزه په رهائشي سيمو كښې د زيارت په سهار د اسرائيلي بريدونو په ترڅ كښې 71 فلسطيني وګړي شهيد كړې شول۔ د شنهوا له مخې په غزه كښې د شهري دفاع وياند محمود بسال وويل چې اسرائيل د زيارت په سهار فضائي بريدونو كښې د خان يونس په ختيز كښې بنی سهېله، اباسان الکبیرہ او الفخاری ٬ په سوئيلي سيمه كښې رفح او په قطبي سيمه كښې غزہ ښار او د بېت لهيه په شمول يو شمېر سيمې په نخښه كړې چې په نتيجه كښې يۍ 71 فلسطني وګړي شهيدان شول په كومو كښې چې مېرمنې او كوچنيان شامل دي۔ په دې بريدونو كښې د درځنونو په شمېر وګړي ژوبل شوي هم دي۔ امنيتي ذريعو او ځايي عېني شاهدينو وئيلي چې په اسرائيلي بريدونو كښې 19 كورونه په بشپړه توګه ويجاړ شول او دې سره سره د بې كوره كسانو خېمې ٬ د مرستې سامانونو ګودامونه او جوماتونه هم ختم شول۔ په دې مهال عبراني پبلك رېړيو خپل رپورټ كښې ووئيل چې اسرائيلي پوځ په غزه كښې نزدې 20 ځايونه په نخښه كړل۔







