د امريکائي جمهور ريئس خبرې غير مسٶولانه او پارونكې دي: ايران

تهران 19 مارچ (اے پي پي) ايران وئيلي دي چې د امريکائي جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ خبرې غېر مسٶولانه او پارونكې دي۔ د العربيه له مخې دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د ايران سفير امير سعيد ارواني د سلامتي کونسل په نامه ليكلې چيټۍ كښې كړي دي۔ سفير ووئيل زمونږ هېواد په يمن كښې د وسلو بندېز سره اړوند د سلامتي كونسل قراردادونو خلاف ورزۍ يا د منطقې بې …

تهران 19 مارچ (اے پي پي) ايران وئيلي دي چې د امريکائي جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ خبرې غېر مسٶولانه او پارونكې دي۔ د العربيه له مخې دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د ايران سفير امير سعيد ارواني د سلامتي کونسل په نامه ليكلې چيټۍ كښې كړي دي۔ سفير ووئيل زمونږ هېواد په يمن كښې د وسلو بندېز سره اړوند د سلامتي كونسل قراردادونو خلاف ورزۍ يا د منطقې بې ثباته كولو په كوم هم فعاليت كښې د ككړ كېدو تور رد كوي۔ ده سلامتي كونسل خبر كړو چې ډونلډ ټرمپ او نور عهدېدار غېر مسٶولانه او پارونكې بيانونو كښې په ايران بې بنسټه تورونه لګولي۔ د يادونې وړ ده چې د امریکا جمهور ريئس ډونلډ ټرمپ پخپلو خبرو كښې وئيلي چې ایران به په یمن کښې د حوثي یاغیانو د نورو بریدونو ذمه وار وي او سختو عواقبو سره به مخ شي۔

مزید خبریں