جنيوا 19 مارچ (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې طبیعي پیښو څخه نړۍ ساتلو لپاره د پېشګي خبرتيا نظام ته اړتيا ده٬ د دغه آفتونو له امله هر کال په میلیونونو خلق مړه کیږي٬ بې كوره كېږي او نورو ستونزو سره مخ كېږي٬ تېر كال هم په لكهونو خلق د طبعي پېښو له امله د كډې په كولو مجبور شوي وو۔ د اے اېف پي له مخې دا …
قدرتي آفتونو څخه نړۍ ساتلو لپاره د پيشګي خبرتيا نظام ته اړتيا ده : ملګري ملتونه

مزید خبریں
جنيوا 19 مارچ (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې طبیعي پیښو څخه نړۍ ساتلو لپاره د پېشګي خبرتيا نظام ته اړتيا ده٬ د دغه آفتونو له امله هر کال په میلیونونو خلق مړه کیږي٬ بې كوره كېږي او نورو ستونزو سره مخ كېږي٬ تېر كال هم په لكهونو خلق د طبعي پېښو له امله د كډې په كولو مجبور شوي وو۔ د اے اېف پي له مخې دا خبره موسمياتي بدلون لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ” ورلډ ميټرولوجيکل آرګنائزيشن ( ډبليو ايم او)” خپل سټېټ آف دي ګلوبل کلائميټ نوې كلن رپورټ كښې كړې۔ رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې بې وزله هېوادونه د طوفانونو، وچکالۍ، د ځنګلونو اورونو او داسې نورو ناورينونو سخت ځپلي دي۔ د ډبليو اېم او وېنا ده چې موسمياتي بدلون له امله د بې كوره شويو خلقو رېكارډ شمېره د انټرنيشنل ډسپليسمنټ مانيټرنګ سينټر(آئي ډي اېم سي) په معلوماتو اډانه ده كوم چې د كال 2008 راهېسې په دې موضوع معلومات راټولوي۔







