په غزه ترسره شوې اسرائیلي بریدونو کښې 170 كوچنيان ٬ 80 مېرمنې شهيدانې شوې۔ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 19 مارچ (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په غزه ترسره شوې اسرائیلي فضائي بریدونو کښې 170 كوچنيان او 80 مېرمنې شهيدانې شوې۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس له مخې بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وئيلي دي چې په غزه كښې د اسرائيلي هوائي بريدونو په نتيجه كښې په شهيد شويو 404 كسانو كښې د 170 نه زيات ماشومان او د 80 نه …

ملګري ملتونه 19 مارچ (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې په غزه ترسره شوې اسرائیلي فضائي بریدونو کښې 170 كوچنيان او 80 مېرمنې شهيدانې شوې۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس له مخې بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وئيلي دي چې په غزه كښې د اسرائيلي هوائي بريدونو په نتيجه كښې په شهيد شويو 404 كسانو كښې د 170 نه زيات ماشومان او د 80 نه زياتې مېرمنې شاملې دي۔ ادارې زياته كړې ده چې د كاركنانو٬ اېمبولېنس ګاډو او د مشينرۍ د نشتوالي په سبب تر زياتره ژوبل كسانو رسنه كښې ستونزې رامخې ته دي۔ د غزه د روغتيا له مخې په اتلسم مارچ د اسرائيل پوځ د غزه په پټۍ په لويه كچه بريدونه كړي چې په نيتجه كښې ئې د 400 نه زيات شهيدان او د 560 نه زيات كسان ژوبل شوي دي۔

مزید خبریں