غزہ۔16مارچ (اے پی پی) د غزه په قطبي سيمو د اسرائيلي بريدونو د تازه فضائي بريدونو په نتيجه كښې د 2 خبريالانو په شمول 9 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ روئټرز تېره ورځ د فلسطين د روغتيا څانګې حوالې سره وئيلي دي چې په دې بريدونو كښې فلسطيني وګړي هم ژوبل شوي دي۔ دا بريد د غزه په قطبي سيمه بيت لاهيا كښې هغه مهال وكړے …
په قطبي غزه د اسرائيل بريدونه – د 2 خبريالانو په شمول 9 كسان ووژل شول

مزید خبریں
غزہ۔16مارچ (اے پی پی) د غزه په قطبي سيمو د اسرائيلي بريدونو د تازه فضائي بريدونو په نتيجه كښې د 2 خبريالانو په شمول 9 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ روئټرز تېره ورځ د فلسطين د روغتيا څانګې حوالې سره وئيلي دي چې په دې بريدونو كښې فلسطيني وګړي هم ژوبل شوي دي۔ دا بريد د غزه په قطبي سيمه بيت لاهيا كښې هغه مهال وكړے شو كله چې د حماس لارښود په مصر كښې جنګ بندي كوؤنكو ثالث نمائندګانو سره مذاكرات كول۔ عېني شاهدينو او خبريالانو وئيلي چې په موټر كښې ناست كسان په دې قصبه كښې د الخېر فاؤنډېشن لاندې په خېراتي مېشن روان وو او دوئي سره يو خبريال او فوټوګرافر هم ؤ۔ د فلسطینی میډیا له مخې په دې بريد كښې په وژلې شوو كښې لږ تر لږ 3 ځايي خبريالان هم شامل دي۔







