ماسکو 14 مارچ (اے پي پي) د روسيه صدر ولاديمير پيوټن وئيلي دي چې روسيه په يوکرين كښې جنګ بندۍ لپاره د امريكې د تجويز په اصولي توګه ملاتړ كوي خو امريكې له به د دې شخړې بنيادي سببونه لرې كول وي۔ د اردو نيوز له مخې د بېلا روس صدر اليګزينډر لوکاشينکو سره د خبرو نه وروسته په کريملن كښې د نيوز كنفرنس په مهال ده ووئيل مونږ د جنګ بندۍ تجويزونو سره متفق يوو٬ دا خيال په شخصتي توګه سم دے او مونږ په يقيني توګه د دې ملاتړ كوٶ۔ ده ووئيل چې دا جنګ بندي داسې پكار ده چې د اوږدې مودې د امن بنياد جوړ شي او د دې بحران اصلي سببونه ختم كړ ې شي۔ د روسيه صدر يو شمېر داسې مسئلې په ګوته كولو سره ووئيل چې د دې مسئلو په اړه نور سپيناوي ته اړتيا ده۔ ده د امريكائي جمهورريئس ډونلډ ټرمپ مننه هم وكړه