قاهره 14 مارچ (اے پي پي) په مصر كښې د ټرېن او مني بس ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 8 كسان مړه او 12 ژوبل شوي۔ د اردو نيوز له مخې دا پېښه د الاسماعيليه محافظې په جلبانه سيمه كښې رامخې ته شوې۔ ځائي پوليسو له مخې پېښه د بس ډرائيو د بې غورۍ په سبب رامخې ته شوه ځكه چې ھغه پهاټك ته نزدې د بس اودرولو په ځائې بل ځائ څخه د بس تېرولو هڅه كوله۔ انتظاميه وئيلي دي چې كېس اړوندې ادارې ته سپارلې شوېدے