افغانستان٬ د دوه كورنيو ترمينځه جنګ٬ د دوه ميرمنو پشمول درې كسان مړه يو ژوبل

کابل 13 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په فراه ولايت كښې د دوه كورنيو ترمېنځه د وراثت معامله د جنګ په نتيجه كښې د دوه مېرمنو پشمول درې كسان مړه او يو ژوبل شوې۔ د شنهوا له مخې د پوليسو وياند ووئيل چې پېښه تېره ورځ د فراه ولايت په سرښار كښې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل چې د وراثت په معامله د تربورانو ترمېنځه په يو بل د ډزو په نتيجه كښې د دوه مېرمنو پشمول درې كسان مړه او يو ژوبل شو۔ پوليسو وئيلي دي چې تورن انصاف سره مخ كولو لپاره كارروايي پېل كړې شوې ده