د چين په بلوچستان كښې په جعفر ايكسپريس د ترسره شوي ترهګر بريد غندنه

بیجنګ۔12مارچ (اے پی پی) چين د پاكستان په بلوچستان صوبه كښې په جعفر اېكسپرېس د ترسره شوي ترهګر بريد سخته غندنه كړې ده۔ د چينائي خارجه وزارت وياند ماو ننګ د شورو په ورځ د معمول بريفنګ په مهال په ترهګرۍ قابو موندلو ٬ يووالې او سماجي استحكام په ځاې ساتلو او د وګړو تحفظ له د پاكستان د بشپړ ملاتړ جاري ساتلو عزم څرګند كړو۔ ده په ټرېن د بريد په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ رپورټس نوټ كړل او د دې بريد مو سخته غندنه وكړه۔ ده ووئيل چين په كوم هم شكل كښې د ترهګرۍ سخت مخالفت كوي۔ ده ووئيل مونږ به د ترهګرۍ مخنيوي ٬ د يووالي او استحكام په ځاې ساتلو او د وګړو تحفظ له د پاكستان بشپړ ملاتړ روان ساتوو۔ ده زياته كړه چې چين پاكستان سره د ترهګرۍ مخنيوي او امنيتي همكاري مضبوطولو او منطقه سولييزه ٬ محفوظه او مستحكمه ساتلو له چمتؤ دے۔