پاکستان غزه لپاره د اروپائي ائتلاف لخوا د بشري مرستې هركلے وكړو

ملګري ملتونه 12 مارچ (اے پي پي) پاکستان د غزه ختيزې پټۍ لپاره د اروپائي ائتلاف لخوا د مرستې هركلي كولو او د ملګرو ملتونو بجټ لپاره د ائتلاف د پرله پسې ملاتړ او د ادارې امن مشن او امن هلو ځلو سره د ائتلاف په پیوستون رڼا اچولو سره وئيلي دي چې اروپائي ائتلاف د بدلېدونكي جغرافيائي او سياسي حالاتو باوجود د ملګرو ملتونو امن مشن معاونت جاري ساتلے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي منير اکرم ملګرو ملتونو سره د اروپائي ائتلاف په شراكتدارۍ د سلامتي كونسل كلن بريفنګ ته د وېنا په مهال په دې خبره زور رواړو چې تل پاتې امن او د پائيدار او جامع پرمختګ ودې لپاره د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې نړيوال نظام ته اړتيا ده ۔ ده په دې لړ كښې په يوكراېن كښې زر تر زره په امن زور راوړلو سره د اروپائي ائتلاف لخوا غزه او په لويديزه غاړه كښې بشري مرستې سره سره د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ريليف اينډ ورکس ايجنسي (يو اين آر ډبليو اے) په ملاتړ كولو د اروپائي ائتلاف هركلے وكړو