ورورولي دې د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلي خلاف ورزيو د مخنيوي مسؤليت په خپله غاړه واخلي: د خليج تعاون كونسل عمومي سيكرټري

ریاض۔7مارچ(اے پی پی) د خلیج تعاون کونسل (جی سی سی) سېكرټري جاسم اېم البديوي په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغه دې د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلي خلاف ورزيو د مخنيوي مسؤليت په خپله غاړه واخلي۔ ده د جی سی سی او مصر ترمينځه په مكه مكرمه كښې شريكه وزارتي غونډه كښې ووئيل فلسطيني اولس ته پېښه اندېښمنه وضعه او پرله پسې خلاف ورځۍ د دوئي شناخت او حقونو …

ریاض۔7مارچ(اے پی پی) د خلیج تعاون کونسل (جی سی سی) سېكرټري جاسم اېم البديوي په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې هغه دې د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلي خلاف ورزيو د مخنيوي مسؤليت په خپله غاړه واخلي۔ ده د جی سی سی او مصر ترمينځه په مكه مكرمه كښې شريكه وزارتي غونډه كښې ووئيل فلسطيني اولس ته پېښه اندېښمنه وضعه او پرله پسې خلاف ورځۍ د دوئي شناخت او حقونو لپاره د يوې سنګينې خطرې نمائندګي كوي كومه چې مونږ په ښكاره توګه مسترد كوو۔ ده زياته كړه چې مونږ په نړيواله ورورولۍ زور راوړؤ چې هغه دې سلامتيا او استحكام ته د زيان رسوونكو چالونو مخنيوي مسئوليت په غاړه واخلي۔ ده د فلسطين په اړه د عېر معمولي عرب سرمشريزه غونډې په كوربتوب كولو د مصري صدر السیسی مننه وكړه كومه چې د نهې په ورځ په قاهره كښې شوې وه۔ ده دا خبره تكرار كړه چې د فلسطینی اولس د كډه كولو غېر انساني او غېر عادلانه غوښتنو له امله مصر كوم هم فشار مسترد كوي۔ ده دا هم اعلان وكړو چې جي سي سي او مصر ترمينځه تجارتي او سرمايه كاري فورم به د روان كال په مهال په مصر كښې كيږي۔ د فورم مقصد سرمایه کارانو ته په مصر كښې بېلو اقتصادي څانګو كښې د سرمايه كارۍ غوره موقعې لټولو سره سره د جي سي سي سرمايه كارانو ته په هېواد كښې په پیښو چېلنجونو قابو موندلو له پلېټ فارم برابرول دي

مزید خبریں