هندي حكومت د فلسطيني وګړو په ناوړه حالت د جوړ شوي دستاويزي فلم نندارتون وځنډولو

نوې ډيلے ۔ 5 مارچ (اے پی پی) د بی جے پی په مشرۍ كښې هندي حكومت د فلسطيني وګړو په ناوړه حالت د جوړ شوي آسكر ايوارډ يافته دستاويزي فلم ’’ نو آدر لېنډ‘‘ د نندارتون اجازه ورنكړه۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د اسرائيلي او فلسطيني كارمندانو د يوې ډلې په مرسته د تيار كړې شوي دې فلم دھرم شاله انټرنېشنل فلم فېسټیول(ډی آئی اېف اېف) او …

نوې ډيلے ۔ 5 مارچ (اے پی پی) د بی جے پی په مشرۍ كښې هندي حكومت د فلسطيني وګړو په ناوړه حالت د جوړ شوي آسكر ايوارډ يافته دستاويزي فلم ’’ نو آدر لېنډ‘‘ د نندارتون اجازه ورنكړه۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د اسرائيلي او فلسطيني كارمندانو د يوې ډلې په مرسته د تيار كړې شوي دې فلم دھرم شاله انټرنېشنل فلم فېسټیول(ډی آئی اېف اېف) او اېم اے اېم آئی ممبئی فلم فېسټیول كښې ښودل وو۔ بياهم د هندي حكومت لخوا سنسر څخه د مستثنی ٰ نه ګرځولو له امله د فلم نندارتون وځنډولے شو۔ دا فلم څلور اسرائيلي او فلسطيني كارمندانو او خبريالانو باسل ادرا، یوول ابراهم، ریچل سزور او همدان بلال الحورینی تيار كړے دے او په دې كښې د فلسطنيني وګړو ستړې ٬ اسرائيلي آبادكاري او د اسرائيلي پوځ لخوا په زمكه د قبضې او د فلسطيني املاكو له مينځه وړولو پرله پسې هڅې دستاوېز كړې شوي دي۔

مزید خبریں