قاهره 05 مارچ (اے پي پي) سعودي عرب وئيلي دي چې مونږ د فلسطينيانو د حقونو هر ډول خلاف ورزۍ مسترد كوٶ۔ د اېس پي اے له مخې په قاهره كښې د عرب ليګ غېر معمولي غونډې ته د وېنا په مهال د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق په اړه د سعودي د واضح موقف پخلے وكړو او په دوه رياستي حل ئې …
د فلسطينيانو د حقونو هر ډول خلاف ورزۍ مسترد كوٶ۔ سعودي عرب

مزید خبریں
قاهره 05 مارچ (اے پي پي) سعودي عرب وئيلي دي چې مونږ د فلسطينيانو د حقونو هر ډول خلاف ورزۍ مسترد كوٶ۔ د اېس پي اے له مخې په قاهره كښې د عرب ليګ غېر معمولي غونډې ته د وېنا په مهال د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د فلسطينيانو د خپلواكۍ حق په اړه د سعودي د واضح موقف پخلے وكړو او په دوه رياستي حل ئې زور رواړو۔ شهزاده فيصل بن فرحان د غزه د بيا رغونې په ضرورت زور رواړلو سره د فلسطينيانو په هره كچه د جبري بې دخلۍ هلې ځلې په بشپړه توګه مسترد كړې۔ ده واضح كړه چې سعودي عرب په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره په نړيواله كچه د ضمانتونو مطالبه كوي كوم چې سيمې استحكام او فلسطينيانو ته د رامخې ته مسئلو خاتمې لپاره معاون وي۔ شهزاده فيصل بن فرحان فلسطينيان د دوي زمكې څخه د بې دخل كولو د هرې كچې د هلو ځلو او منصوبو غندنه كولو سره د 1967 پولو له مخې د آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست په جوړولو زور رواړو چې پايه تخت ئې بيت المقدس وي۔ ۔ د سعودي خارجه وزير زياته كړه چې په غزه پټۍ كښې چې فلسطينيان كومو ستونزو او تكليفونو سره مخ دي د دې خبرې متقاضي دي نړيواله ورورولي په ګډه د دې مسئلې حل ولټوي او فلسطينيانو ته د دوي جائز حق وركړي دغسې چې ھغوي په عزت سره په خپل هېواد كښې ژوند وكړي










