افغانستان كښې د واورې كمر نړېدو پېښه ٬ 2 كسان مړه

كابل 03مارچ(اے پی پی)د افغانستان په پنجشېر ولايت كښې د واورې كمر نړېدو له امله 2 مزدوران په حق رسېدلي۔ د شنهوا له مخې د مائنز اينډ پیټروليم صوبائي ډائرېكټر محمد قاسم اميري د ګل په ورځ وئېلي چې دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامخې ته شوه كله چې كان كېندونكي قيمتي جواهر زمرد راويستلو كښې بوخت وو۔ د پېښې په په نتيجه كښې 2 كان كيندونكي په ټكي …

كابل 03مارچ(اے پی پی)د افغانستان په پنجشېر ولايت كښې د واورې كمر نړېدو له امله 2 مزدوران په حق رسېدلي۔ د شنهوا له مخې د مائنز اينډ پیټروليم صوبائي ډائرېكټر محمد قاسم اميري د ګل په ورځ وئېلي چې دا پېښه تېره ورځ هغه مهال رامخې ته شوه كله چې كان كېندونكي قيمتي جواهر زمرد راويستلو كښې بوخت وو۔ د پېښې په په نتيجه كښې 2 كان كيندونكي په ټكي مړه شوي۔ د يادونې وړ ده چې په افغانستان كښې د تېرې يوې مياشتې په مهال د واورې پرېوتو په نتيجه كښې دا ډول پېښې رامخې ته شوي په كومو كښې چې ګڼ شمېر كسان مړه شويدي۔ د افغانستان په ځينې برخو كښې د تېرو دوه ورځو په مهال سخت واوره پرېوتې ده چې له امله يې پايه تخت كابل د هېواد قطبي او مېنځنيو ولايتونو سره تړونكې ځينې لارې تر څو ساعتونو بندې پاتې شوې۔

مزید خبریں