ریاض۔2مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان نورې قافلې طبي سامان سره د غزه قطبي سيمې ته ورسېدې۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي عربستان د مرستې ايجنسۍ شاه سلمان مركز تر اهتمام لاندے نوې قافلې د مرستې توكي او طبي سامان اوړلو سره د رفح پولې د لارې غزه ته ورسېدې۔ دا مرسته د غزه پټۍ په روغتونونو او د روغتيا په مركزونو كښې فلسطيني اولس ته د …
د سعودي عربستان نورې قافلې طبي سامان سره غزه ته ورسېدې

مزید خبریں
ریاض۔2مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان نورې قافلې طبي سامان سره د غزه قطبي سيمې ته ورسېدې۔ د اېس پي اے له مخې د سعودي عربستان د مرستې ايجنسۍ شاه سلمان مركز تر اهتمام لاندے نوې قافلې د مرستې توكي او طبي سامان اوړلو سره د رفح پولې د لارې غزه ته ورسېدې۔ دا مرسته د غزه پټۍ په روغتونونو او د روغتيا په مركزونو كښې فلسطيني اولس ته د ريليف وركولو مهمه برخه ده۔ سعودی سېنټر فار کلچر اېنډ هېرېټج كوم چې د غزه په پټۍ كښې د شاه سلمان مركز اېګزېكټيو پارټنر دے٬ اړوندو چارواكو سره په ګډه د مرستې سامان د وېشلو تياري كوي۔ د مرستې دې سامان لېږلو مقصد بېلو ستونزو سره مخ فليسطيني اولس سره اودرېدل دي۔










