د شاه سلمان په احكاماتو د روژې مباركه مياشت كښې د بنديانو خوشې كولو پيل شوو

ریاض۔1مارچ (اے پی پی) د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز په امر د کورنيو چارو وزارت سركاري حق معافولو سره بنديان خوشې کول پيل کړي دي. د اخبار 24 د رپوټ له مخې له شاهي مانړۍ څخه د معافۍ په احكاماتو د كورنيو چارو وزير شهزاد عبد العزيز بن سعودي بن نايف د سعودي مشرتابه خصوصي مننه وكړه چې د دوئي احكامات عملي كولو سره د بنديانو د خوشې كولو …

ریاض۔1مارچ (اے پی پی) د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز په امر د کورنيو چارو وزارت سركاري حق معافولو سره بنديان خوشې کول پيل کړي دي. د اخبار 24 د رپوټ له مخې له شاهي مانړۍ څخه د معافۍ په احكاماتو د كورنيو چارو وزير شهزاد عبد العزيز بن سعودي بن نايف د سعودي مشرتابه خصوصي مننه وكړه چې د دوئي احكامات عملي كولو سره د بنديانو د خوشې كولو انتظام كولے شي۔ د کورنيو چارو وزير د هېواد د ټولو زندانونو انتظاميې ته لارښوونه کړې ده چې د شاهي معافۍ په چوکاټ کښې د شامل بنديانو د خوشې کولو لپاره دې په فوري توګه كارروائي بشپړ كړې شي دغسې چې هغوي د روژې مياشت خپلې كورنۍ سره تېره كړې شي او د ټولنې ګټور غړي جوړ شي۔

مزید خبریں