کھټمنډو۔28فروری (اے پی پی) په نيپال كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 6.1 ريكارډ كړے شو۔ جرمن ریسرچ سېنټر فار جیو سائنسز د زلزلې شدت 5.6 او او ژوروالې 10 كلوميټر او امريكائي جیولوجیکل سروے 5.5 ښودلے دے۔ د زلزلې د لاسه په فوري توګه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ د زلزلې په نتيجه …
په نيپال كښې د 6.1 شدت زلزله

مزید خبریں
کھټمنډو۔28فروری (اے پی پی) په نيپال كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 6.1 ريكارډ كړے شو۔ جرمن ریسرچ سېنټر فار جیو سائنسز د زلزلې شدت 5.6 او او ژوروالې 10 كلوميټر او امريكائي جیولوجیکل سروے 5.5 ښودلے دے۔ د زلزلې د لاسه په فوري توګه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔ د زلزلې په نتيجه كښې په ډوګناګډی بھیر سيمه كښې لېنډ سلائيډنګ شوے دے۔ د سندھوپالچوک ضلعی ګورنر کرن تھاپا وئيلي چې په زندان كښې د يو بنديوان لاس هغه مهال مات شو كله چې هغه د زلزلې په وخت د تښتېدو هڅه كوله۔ د هغه درملنې په روغتون كښې روانې دي۔










