رباط ۔ 17 فروري (اے پي پي) د مراكش شاه محمد ششم د وچ كالۍ نه د څاروو شمېره كښې د كمي راتللو په سبب په غټ اختر كښې د قربانۍ نه كولو غږ كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه ده تېره ورځ وګړو ته وئېلي دي چې هغوي سږ كال په غټ اختر د ځناورو زبحه كولو نه ډډه وكړي۔ ځكه چې د كلونو خشك سالۍ نه د …
مراكش كښې د وچ كالۍ نه د څاروو شمېره كمه شوه٬ بادشاه وګړو ته په غټ اختر كښې د قربانۍ نه كولو غږ وكړو

مزید خبریں
رباط ۔ 17 فروري (اے پي پي) د مراكش شاه محمد ششم د وچ كالۍ نه د څاروو شمېره كښې د كمي راتللو په سبب په غټ اختر كښې د قربانۍ نه كولو غږ كړے دے۔ د اردو نيوز تر مخه ده تېره ورځ وګړو ته وئېلي دي چې هغوي سږ كال په غټ اختر د ځناورو زبحه كولو نه ډډه وكړي۔ ځكه چې د كلونو خشك سالۍ نه د څاروو شمېره كمه شوې ده ۔ د شاه محمد ششم د اړخه يو خط د مذهبي چارو وزير احمد توفيق په سركاري ټي وي الاولي ولوستلو۔ زمونږ دا عزم دے چې تاسو ته د دې مذهبي عبادت په ښه ډول د ادا كولو موقع دركړې شي خو دې سره سره زمونږ هېواد ته پیښ موسمي او د اقتصادي چيلنجز تر نظره ساتل هم ضروري دي د كومو په وجه چې د څاروو شمېره ډېره كمه شوې ده۔د سركاري شمېرو تر مخه سږ كال د څاروو شمېره 38 فيصد كمه شوې ده۔ د تېرو 30 كلونو اوسط بارانونو په مقابل كښې سږ كال 53 فيصد لږ بارانونه شوي دي چې وسره د څاروو لپاره ورشو كمه شوې ۔ دغسې د غوښې پېداوار هم كم شوے چې ورسره ماركيت كښې د غوښې بيعه زياته شوې ده۔










