د اسرائیل اپوزیشن لارښود غزہ تر 8 كالو د مصر په تسلط کښې د وركولو وړاندېز وركړو

مقبوضه بیت المقدس۔26فروري (اے پي پي) د اسرائیل اپوزیشن لارښود یائر لیپډ وړاندېز وركړے چې د غزہ پټۍ تر 8 كالو لپاره د مصر په کنټرول كښې راوستلې شي او د دغې په بدل مصر ته د پورونو په لړ كښې لويې اسانۍ وركرې شي ، د مسئلې حل هم دا دے چې مصر د غزہ د پټۍ انتظامي ذمه وارۍ قبولې کړي ، دا موده د لږې نه لږه …

مقبوضه بیت المقدس۔26فروري (اے پي پي) د اسرائیل اپوزیشن لارښود یائر لیپډ وړاندېز وركړے چې د غزہ پټۍ تر 8 كالو لپاره د مصر په کنټرول كښې راوستلې شي او د دغې په بدل مصر ته د پورونو په لړ كښې لويې اسانۍ وركرې شي ، د مسئلې حل هم دا دے چې مصر د غزہ د پټۍ انتظامي ذمه وارۍ قبولې کړي ، دا موده د لږې نه لږه 8 كاله پكار ده كومه جې په زياتولو 15 كاله هم كېدې شي ۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره ده د اسرائیل انتها خوښو دفاعي فورم فاؤنډیشن فار ډیفنس آف ډیموکریسی (ایف ډي ډي) نامي تھنک ټینک سره واشنګټن كښې وكړه ، خو هغه دا واضحه نه كړه چې د دغې تجویز نه وروستو به د امریکائي منصوبې تر مخه د غزہ په لاکھونو فلسطینیانو مصر ته د منتقل کولو به څه معامله وي ، آیا مصر به په فلسطینیانو د غزہ دننه حکمراني كوي یا دوي به ځان ته هم منتقل کولې شي، البته دا خبره په وړمبي ځل رامخې ته شوې چې د دې خدمت په بدل به مصر ته نړيواله ورورولي او د سيمه ايزو اتحادیانو د اړخه د پورونو په ادائیګۍ كښې ډېر ریلیف وركړے شي ۔ پخواني اسرائیلي وزیراعظم او اوسني اپوزیشن لیډر یائر لیپډ ووئېل مصر به د يو امن فورس په توګه کار کوي كوم به چې د خلیجي هېوادونو او د ڼريوالې ورورولۍ د اړخه خپل کردار ادا کوي ، په دغه مهال به د غزہ د رغونې او انتظام عمل مخ په وړاندې لاړ شي ۔۔

مزید خبریں