کابل ۔26 فروري (اے پي پي) د افغانستان په دوو ولايتونو كښې د تیزو بارانونو او ږلۍ ورېدو څخه 29 كسان په حق ورسېدل ۔ د اے ایف پي تر مخه د افغانستان د فراہ ولايت ډیزاسټر منیجمنټ ډیپارټمنټ مشر محمد اسرائیل سیار وېنا وه په ولايت كښې په لويه پېمانه ږلۍ ورېدو څخه 21 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي ۔ د ده وېنا وه وژلے شوي او …
د افغانستان په دوو ولايتونو كښې د بارانونو او ږلۍ ورېدو څخه 29 كسان په حق ورسېدل

مزید خبریں
کابل ۔26 فروري (اے پي پي) د افغانستان په دوو ولايتونو كښې د تیزو بارانونو او ږلۍ ورېدو څخه 29 كسان په حق ورسېدل ۔ د اے ایف پي تر مخه د افغانستان د فراہ ولايت ډیزاسټر منیجمنټ ډیپارټمنټ مشر محمد اسرائیل سیار وېنا وه په ولايت كښې په لويه پېمانه ږلۍ ورېدو څخه 21 كسان مړه او 6 ژوبل شوي دي ۔ د ده وېنا وه وژلے شوي او ژوبل شوي ټول كسان د دوو كورنيو خلق وو كوم چې سېل سپاټې له تللي وو ۔ د قندھار ولايت د ډیزاسټر منیجمنټ ډیپارټمنټ په يو بیان كښې وېنا وه د ولايت په بېلا بېلو سيمو كښې د تیزو بارانونو څخه د 8 كسانو بشمول مېرمنې او ماشومان مړه شوي دي ۔ جاري بیان كښې د محکمې وېنا وه نن څلور مېرمنو جامې وينځلې چې په سیلابي اوبو كښې لاهو شوې۔ په هغې كښې يوازې يوه مېرمن بچ كړې شوه۔ په قندھار كښې يو ماشوم ډوب شو او د بام پرېوتو څخه يوه مېرمن او درې ماشومان مړه شول ۔ د څلورو لسيزو نه تر زیاتې مودې د جنګ ښکار پاتې افغانستان د نړۍ تر ټولو غریبو هېوادونو څخه دے او د موسمیاتي بدلونونو بد تر اثرات سره مخ دے ۔افغانستان د موسمیاتي بدلونونو د اغيزو تر ټول زیات مخ هېوادونو كښې په شپږم لمبر دے۔ د ملګرو ملتونو د ډیویلپمنټ ایجنسۍ د افغانستان استازي سټیفن روډریکس په 2023 كښې وئېلي وو د موسمیاتي بدلونونو په وجه افغانستان د خشک سالۍ، سیلاب، د زمكې پرېوتو او د زرعي پیداوار کمي سره مخ دے۔ تېر كال په مئي كښې د سیلاب څخه په سوونو كسان مړه شوي وو او په زرګونو ایکړه د كروندې زمكه په دلدل بدله شوې وه ۔










