په يو اے اي كښې د پاكستان سفير د پاكستان اسلامي سكول العين زده كوونكو له په اے ډي اي سپورټس مقابله ګټلو مباركي

ابوظهبی۔26فروری(اے پی پی) په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي د پاكستان اسلامي سكول العين زده كوونكو له په اے ډي اي سپورټس مقابله (ابوظهبي سپورټس چېمپئن شپ 25۔2024) كښې په زړه پورې كاميابۍ مباركي وركړې ده۔ په يو اے اي كښې د پاكستان سفارتخانې بيان له مخې زده كوونكو د غېر معمولي صلاحيتونو څرګندونه كولو سره د پيتلو تمغې ترلاسه كړې او د العين ريجن …

ابوظهبی۔26فروری(اے پی پی) په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فيصل نياز ترمذي د پاكستان اسلامي سكول العين زده كوونكو له په اے ډي اي سپورټس مقابله (ابوظهبي سپورټس چېمپئن شپ 25۔2024) كښې په زړه پورې كاميابۍ مباركي وركړې ده۔ په يو اے اي كښې د پاكستان سفارتخانې بيان له مخې زده كوونكو د غېر معمولي صلاحيتونو څرګندونه كولو سره د پيتلو تمغې ترلاسه كړې او د العين ريجن چيمپئن درناوې يۍ ترلاسه كړو۔ ابراهیم سعید په 100 میټر رېس كښې او بدر حميد په هائي جمپ مقابله كښې د پيتلو تمغه ترلاسه كړه۔ دواړو زده كوونكو د العين ريجن چيمپئن درناوې هم ترلاسه كړو۔ پاكستاني سفير د اسلامی سکول العېن د انتظاميې٬ استاذانو او عملې د هڅو ستائنه وكړه كومو چې زده كوونكو لپاره د لوبو په زړه پورې چاپېريال باوري كړو دغسې چې هغوي د خپل صلاحيتونو څرګندونه وكړي۔ ده د سفارتخانې د دې عزم تصديق وكړو چې هغه به په متحده عرب امارات كښې د پاكستانو زده كوونكو جامع پرمختګ ته ودې وركولو له د ټولو اقداماتو ملاتړ كوي

مزید خبریں