رام ۔26فروري (اے پي پي ) غزہ كښې د سختې يخنۍ د لاسه كوچنيان په حق رسېدلې دي ۔د اے ایف پی تر مخه د غزہ سول ډیفنس ایجنسۍ وئېلي دي د شدید يخ موسم د لاسه 6 نوي زېږېدلې كوچنيان مړه شوي دي ۔ د تېرې يوې اونۍ نه غزہ کښې سخته يخني راغلې ده ۔د سول ډیفنس وياند محمود بسال اے ایف پي ته ووئېل د ’شدید يخ …
غزہ كښې د سختې يخنۍ د لاسه 6 كوچنيان په حق ورسېدل

مزید خبریں
رام ۔26فروري (اے پي پي ) غزہ كښې د سختې يخنۍ د لاسه كوچنيان په حق رسېدلې دي ۔د اے ایف پی تر مخه د غزہ سول ډیفنس ایجنسۍ وئېلي دي د شدید يخ موسم د لاسه 6 نوي زېږېدلې كوچنيان مړه شوي دي ۔ د تېرې يوې اونۍ نه غزہ کښې سخته يخني راغلې ده ۔د سول ډیفنس وياند محمود بسال اے ایف پي ته ووئېل د ’شدید يخ موسم په مهال د حرارت رسولو د كوم نظام نه لرلو په سبب په يوه اونۍ كښې د 6 نوو زېږېدلو كوچنيانو مرګونه رېكارډ شوي دي ۔ د موسمیات پوهانو تر مخه د مشرقي بحیرہ روم په ساحلي سيمو کښې د سخت يخ موسم چپه راغلې ده چرته چې د حرارت درجه صفر سیلسیئس ته پريوزي۔ د جنګ بندۍ په مهال غزہ كښې په لويه پېمانه بشري مرسته رسولې كبږي خو دا وخت هم په لاکھونو فلسطینیان په خیمو كښې استوګن دي ۔د غزہ زيات شمېر خلق د خپلو كورونو د ملبې سره مېشته دي او د درجه حرارت کمیدو د لاسه د سختو ستونزو ښكار دي










