د يو ايس ايډ د 29 ملين ډالر ګرانټ كوم رېكارډ نشته٬ بنګله دېش

ډهاكه۔25 فروري (اے پي پي) بنګله دېش وئېلي دي د حكومت سره د امرېكې ادارې يو ايس ايډ د اړخه په هېواد كښې سياسي استحكام له د وركړي ګرانټ 29 ملين ډالر هيڅ رېكارډ نشته۔ د ډهاكه ټرېبون راپور تر مخه د ايلون مسك په مشرۍ كښې جوړې نوې امريكائي محكمې ډيپارټمنټ آف ګورنمنټ ايفي شنسي د اړخه د يو ايس ايډ د نورو هېوادونو په ګرانټ كښې د 723 …

ډهاكه۔25 فروري (اے پي پي) بنګله دېش وئېلي دي د حكومت سره د امرېكې ادارې يو ايس ايډ د اړخه په هېواد كښې سياسي استحكام له د وركړي ګرانټ 29 ملين ډالر هيڅ رېكارډ نشته۔ د ډهاكه ټرېبون راپور تر مخه د ايلون مسك په مشرۍ كښې جوړې نوې امريكائي محكمې ډيپارټمنټ آف ګورنمنټ ايفي شنسي د اړخه د يو ايس ايډ د نورو هېوادونو په ګرانټ كښې د 723 ملين ډالر د كمي پرېكړه كړې ده۔ چې پكښې بنګله دېش ته 29 ملين ډالر او هند ته 21 ملين ډالره مرسته هم شامله ده۔ د بنګله دېش سركاري ادارې اين جي او افيئرز بېورو ډائرېكټر جنرل محمد انور حېسن ووئېل زمونږ سره د يو ايس ايډ د وركړي 29 ملين ډالر كوم رېكارډ نشته۔ ځكه چې دا رقم د دوي ادارې د لارې اين جي اوز ته نه دي وركړے شوے۔ ده د دې خبرې تصديق وكړو چې په هېواد كښې د 75 نه زيات اين جي اوز ته نه يوازې د يو ايس ايډ څخه فنډز تر لاسه كېږي بلكې په امريكا كښې مېشته عطيه وركوونكو نه هم عطيات راځي۔ ده سپيناوے وكړو كه غېر ملكي عطيه وركوونكې رجسټرډ اين جي اوز ته چنده وركړي نو بيا د رقم رېكارډ ساتلے شوو۔ ده ووئېل يو ايس ايډ زياتره د روهنګيا مسلملنانو د كډوالو منصوبو له مرسته كوي او دغه مرسته روانه ده۔

مزید خبریں