سلامتي كونسل كښې د امرېكې قرارداد د يوكرېن شخړې امناكه هواري له د هڅو پېل دے٬ روس

ملګري ملتونه ۔25 فروري ( اے پي پي) روس وئېلي دي د يوكرېن په بحران په سلامتي كونسل كښې وړاندې كړے قراراداد د شخړې د امناكه هواري لپاره د لا هڅو كولو پېل دے۔ سلامتي كونسل د ګل په ورځ د امرېكې د تجويز كړي قرارداد منظوري وركړه۔ د شنهوا تر مخه ملګرو ملتونو كښې د روس مستقل استازي واسلي نېبنزيا وئېلي دي د يوكرېن په بحران د امرېكې تجويز …

ملګري ملتونه ۔25 فروري ( اے پي پي) روس وئېلي دي د يوكرېن په بحران په سلامتي كونسل كښې وړاندې كړے قراراداد د شخړې د امناكه هواري لپاره د لا هڅو كولو پېل دے۔ سلامتي كونسل د ګل په ورځ د امرېكې د تجويز كړي قرارداد منظوري وركړه۔ د شنهوا تر مخه ملګرو ملتونو كښې د روس مستقل استازي واسلي نېبنزيا وئېلي دي د يوكرېن په بحران د امرېكې تجويز كړے قرارداد كوم چې سلامتي كونسل د ګل په ورځ منظور كړے د امناكه حل لپاره د لا هڅو كولو پېل دے۔ ده ووئېل منظور كړے متن كامل نه دے خو دا په بنيادي توګه د سلامتي كونسل د اړخه يو ګټور او د سباون په حقله د دستاوېز جوړولو وړومبے كوشش دے۔ كوم چې د غرغنډو په ځائے د امن د لارې خبره كوي ۔ ده ووئېل په منظور شوي قررداد كښې د شخړې د سمدستي خاتمې غږ شوے ٬ په ځاني زيان د افسوس څرګندونه شوې او د روس او يوكرېن تر مينځه په تل پاتي امن زور راوړلے شوے۔

مزید خبریں