د سعودي عرب خارجه وزیر د نیوزی لینډ خپل هم منصب سره ملاقات

ریاض ۔25فروري (اے پي پي) د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان د وزارت په هیډ کوارټر كښې د نیوزی لینډ نائب وزیراعظم او خارجه وزير ونسټن پیټرز هر كلے كړے دے ۔ د سرکاري خبر رسنې ایجنسۍ ایس پی اے تر مخه ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو، د دغې د مضبوطولو او د پرمختګ وركولو د طریقو جاج واغستلے شو ۔ د دې نه علاوه د شرېكې …

ریاض ۔25فروري (اے پي پي) د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان د وزارت په هیډ کوارټر كښې د نیوزی لینډ نائب وزیراعظم او خارجه وزير ونسټن پیټرز هر كلے كړے دے ۔ د سرکاري خبر رسنې ایجنسۍ ایس پی اے تر مخه ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو، د دغې د مضبوطولو او د پرمختګ وركولو د طریقو جاج واغستلے شو ۔ د دې نه علاوه د شرېكې خوښې په چارو هم خبرې وشوې ۔ په دې موقع نیوزی لینډ كښې د سعودي سفیرمھنا بن صالح ابا الخیل هم موجود ؤ ۔ د نیوزی لینډ نائب وزیراعظم او خارجه وزیر ونسټن پیټرز د مملکت په سرکاري دوره دے، د دې نه وړاندې هغه د سعودي د خارجه چارو وزیر مملکت عادل الجبیر سره ملاقات کړے ؤ ۔

مزید خبریں