تهران۔24فروري (اے پي پي) د ایران سپریم لیډر علی خامنه اي وئېلي دي د اسرائیلي يرغل خلاف به د ایران مزاحمت دوامداره وي ۔ د العربیه اردو تر مخه تېره ورځ د حزب اللہ مشر حسن نصر اللہ په جنازہ جاري كړي بیان كښې د ایران سپریم لیډر علي خامنه اي ووئېل دښمن له خبردارے وركوو ۔ د قبضې، جبر او يرغل په خلاف به مزاحمت کله هم ونه درېږي …
د اسرائیلي يرغل خلاف به د ايران مزاحمت دوامداره وي ، سپریم لیډر

مزید خبریں
تهران۔24فروري (اے پي پي) د ایران سپریم لیډر علی خامنه اي وئېلي دي د اسرائیلي يرغل خلاف به د ایران مزاحمت دوامداره وي ۔ د العربیه اردو تر مخه تېره ورځ د حزب اللہ مشر حسن نصر اللہ په جنازہ جاري كړي بیان كښې د ایران سپریم لیډر علي خامنه اي ووئېل دښمن له خبردارے وركوو ۔ د قبضې، جبر او يرغل په خلاف به مزاحمت کله هم ونه درېږي ۔ تر څو چې زمونږ مقاصد پورا نه شي هلې ځلې او د مزاحمت لږۍ به دوامداره ساتو ۔ ده حسن نصر اللہ ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل هغه عظیم مجاهد ، جرنال او لويې لارښود ؤ ۔ واضحه دې وي د اسرائیل پوځ بیروت كښې په بمبارۍ كولو په 27 ستمبر د حزب اللہ مشر حسن نصر اللہ وژلے ؤ چې كله هغه په بیروت كښې پخپل هیډکوارټر كښې موجود ؤ










